وسلهوالو په شمالي وزيرستان کې د يوې موسسې ۴ښځې وژلې
وسلهوالو کسانو د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې د يوې موسسې پر ښځينه کارکوونکيو ډزې کړې او څلور يې ورڅخه وژلې دي.
د سيمې د پوليسو مشر شفيع الله وايي، دغو ښځو د سباوون په نامه له يوې موسسې سره کار کاوه او ښځو ته يې د لاسي کارونو زدهکړه ورکوله.
دی وايي، په بريد کې د دوی موټر چلوونکی ژوبل دی او يوه بله ښځه چې د بريد پر وخت يوه کور ته ننوتې وه، هم ژوندۍ پاتې شوې ده.
د سيمې اوسېدونکي وايي، په موټر کې اته تنه سپاره ول چې دوه يې وسلهوالو له ځان سره وړي دي.
د سباوون موسسې وياند ذوالقرنين وايي، وژل شوې ښځې د دوی کارکوونکې نه وې، بلکې له يوې بلې موسسې سره يې کار کاوه او له دوی سره په ګډه يې دغه پروژه مخ ته وړه.
دی وايي، وژل شوې ښځې له بنو څخه شمالي وزيرستان ته تللې وې.
تېر کال هم په همدې سيمه کې د يوې نړيوالې موسسې يوه بهرنۍ کارکوونکې همداسې وژل شوې وه.
0 نظرونه