وسله‌والو په شمالي وزيرستان کې د يوې موسسې ۴ښځې وژلې
۴ حوت ۱۳۹۹ 91 0 نظر سرخط ورځپاڼه

وسله‌والو په شمالي وزيرستان کې د يوې موسسې ۴ښځې وژلې

 

وسله‌والو کسانو د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې د يوې موسسې پر ښځينه کارکوونکيو ډزې کړې او څلور يې ورڅخه وژلې دي.

د سيمې د پوليسو مشر شفيع الله وايي، دغو ښځو د سباوون په نامه له يوې موسسې سره کار کاوه او ښځو ته يې د لاسي کارونو زده‌کړه ورکوله.

دی وايي، په بريد کې د دوی موټر چلوونکی ژوبل دی او يوه بله ښځه چې د بريد پر وخت يوه کور ته ننوتې وه، هم ژوندۍ پاتې شوې ده.

د سيمې اوسېدونکي وايي، په موټر کې اته تنه سپاره ول چې دوه يې وسله‌والو له ځان سره وړي دي.

د سباوون موسسې وياند ذوالقرنين وايي، وژل شوې ښځې د دوی کارکوونکې نه وې، بلکې له يوې بلې موسسې سره يې کار کاوه او له دوی سره په ګډه يې دغه پروژه مخ ته وړه.

دی وايي، وژل شوې ښځې له بنو څخه شمالي وزيرستان ته تللې وې.

تېر کال هم په همدې سيمه کې د يوې نړيوالې موسسې يوه بهرنۍ کارکوونکې همداسې وژل شوې وه.

اسد اڅکزی د پاکستان يوه عسکر وژلی

Feb 28, 2021 29

په کوټه کې د عوامي نېشنل ګوند د تښتول شوي يوه ايالتي مشر اسد اڅکزي جسد په يوه څاه کې تر موندل کېدو ورسته اوس د کوټې د عمومي تفتيش مرستيال مشر اظهر اکرم ومنله چې هغه يوه پاکستاني [...]

د سعودي وليعهد اپنډيکس شوی

Feb 25, 2021 29

عربي رسنۍ وايي،  د سعودي عربستان وليعهد شهزاده محمد بن سلمان اپنډيکس شوی او روغتون ته وړل شوی دی.

پوروړي پاکستان قاچاق پيل کړ؛ نېدرلېنډز له پاکستانه ورغلي يو نيم زر کيلو هيرويين نيولي

Feb 25, 2021 29

د نېدرلېنډز چارواکي وايي، له پاکستان څخه په ور وړل شوې مالګه کې يې يو زر او پنځه سوه کيلو ګرامه هيرويين چې په خورا مهارت ځای پر ځای شوي ول، نيولي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې