بلوڅو د پاکستان پر سرحدي پوليسو بل بريد کړی
د بلوچ ليبرېشن ارمي په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، د بلوچستان په کاهان سيمه کې يې د پاکستاني سرحدي پوليسو پر يوه مرکز بريد کړی، څلور يې پکې وژلي او يو بل مرګونی ژوبل دی.
د دغې ډلې وياند جييند بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې دغه بريد په نوي تاکتيک کړی دی.
بلوڅ وايي، بريد د کهولو په کاهان سيمه کې د پاکستان د سرحدي پوليسو د ۸۴ وينګ پر خان زمان پوسته شوی دی.
د ده په خبره، په بريد کې دوی ته هيڅ زيان نه دی اوښتی، خو که وا هم وړي، د بلوچستان تر ازادي به دغسې بريدونو ته دوام ورکوي.
0 نظرونه