بلوڅ وسلهوالو په بلوچستان کې د مخابراتي شبکې يو انتن رانسکور کړی
بلوڅ وسلهوالو نن د بلوچستان په کيچ سيمه کې د زونګ په نامه د يوې چينايي مخابراتي شبکې اتن ويشتی او پر ځمکه يې را نسکور کړی دی.
دغه انتن د پاکستان او چين د ګډې پروژې سيپيک پر لاره، د کيچ په دشت سيمه کې درول شوی و.
د بلوچستان ليبريشن فرنټ په نامه د بلوڅو ملتپاله ډله وايي، انتن دوی ويشتی دی.
د دغې ډلې وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې په دغه سيمه کې د مخابراتي شبکو نور انتونه هم چپه کوي.
دی وايي، د بلوچستان څښتنان بلوڅان دي او پنجابيان بد کوي چې يا يې غصبوي او يا د دوی پر ځمکه له چين سره معاملې کوي.
0 نظرونه