بلوڅو د پاکستان يو الوتکه ويشتې، ګڼ شمېر کمانډويان يې وژلي
د بلوڅو د ازادي د پړانګانو يا بلوڅ ليبرېشن ټايګرز په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، پر هغو پاکستاني عسکرو يې د درنو او سپکو وسلو ناتار بريدونه کړي چې کلات ته د دوی پر ضد عملياتو ته تللي ول.
د دغې ډلې وياند ميران بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د پاکستان کمانډو عسکرو د کلات په ناګاهي غره کې د دوی پر ضد عمليات کول، خو دوی يې هم سم سابه ور په مالګه کړي دي.
ميران وايي، عسکرو د دوی يو کمپ محاصره کاوه، خو دوی وار له مخه خبر و، ځکه وتلي ول او کله چې عسکر ورکښته شوي، ورباندې يې بريدونه پيل کړي.
د ده په خبره، په دغو بريدونو کې ګڼ شمېر پاکستاني کمانډويان وژل شوي او هغه چورلکه چې عسکر يې راوړي ول او بېرته يې ټپيان لېږدول هم د دوی ملګريو په راکټ ويشتې ده.
ميران بلوڅ وايي، تر څو چې بلوچستان ازاد شوی نه وي، دوی به وسله پر ځمکه نه ږدي.
تر اوسه د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.
0 نظرونه