په عراق کې د امريکا پر اډه بريد شوی؛ ۱۰ مړه او ژوبل دي
وسله والو له ناڅرګنده ځایه په عراق کې د امريکا يوه پوځي اډه په دريو توغنديو ويشتې چې له امله يې تر اوسه پورې يو بهرنی وژل شوی او د يوه امريکايي سرتېري په ګډون پکې نهه تنه ژوبل دي.
دغه اډه د عراق په شمالي کې، د کردستان په اردبيل ښار کې وه چې درې توغندي پرې لګېدلي دي.
يو توغندی پر پوځي اډه لګېدلی او دوه نور يې پر ورڅېرمه نظامي ودانيو را پرېوتي دي.
د بريد مسووليت د سرایا اولیاء الدم په نامه د شيعه مسلمانانو يوې ډلې منلی دی.
دغې ډلې ویلي، د خپلې خاورې د انچ انچ دفاع به کوي او هيچېرې به ورڅخه امريکايي سرتېري خلاص نه شي.
عراقي چارواکي او د امريکا په مشري ناټو وايي، سرایا اولیاء الدم يوه وړه ډله ده چې ايران يې پر ملا ټپوي.
0 نظرونه