د امریکا د متحده ایالاتو ولس ته د ملا برادر پرانیستی لیک
تاسو ته معلومه ده هر ولس هیله لري چې د خپلو اصولو او ارزښتونو په چوکاټ کې د هر ډول ګواښ، یرغل او برید له ویرې پرته آزاد ژوند وکړي، موږ په تیرو نولسو کلونو کې په افغانستان کې خپله مبارزه همدغسې ژوند ته د رسیدو لپاره جاري ساتلې ده.
په ۲۰۲۰ کال د فروري په ۲۹ نېټه د افغانستان اسلامي امارت او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د دوحې تړون د همدې موخې لپاره لاسلیک شو، تر څو ټول بهرني نظامي ځواکونه، د هغوی ټول غیردیپلوماتیک ملکي پرسونل، شخصي امنیتي قراردادیان، روزونکي، مشاورین او خدماتي پرسونل په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه ووزي، او بالمقابل د افغانستان اسلامي امارت ژمنه وکړه چې د افغانستان له خاورې څخه به د هېڅ هېواد امنیت ته ضرر نه رسيږي.
غواړم دلته د سولې د روانې پروسې د مؤثریت او کامیابۍ په خاطر څو نقاط درته واضح کړم:
۱ – تېر نولس کلن جریان ثابته کړه چې د افغانستان موضوع د زور او ځواک د استعمال، او پوځي ستراتيژیو او جنرالانو د بدلون په وسیله نه حل کېږي.
۲ – دغه جګړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده، لکه څنګه چې یې افغان ولس له سترو فاجعو او کړاوونو سره مخ کړی، امرکا ته یې هم درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، حیثیت ته یې زیان اوښتی او لا هم دواړو اړخونو ته تاوان پېښوي.
۳ – له نولس کلنو تجربو وروسته د عقل او منطق تقاضا دا ده چې نور په مکمل ډول د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره رښتينې هڅې وشي او کړې ژمنې عملي شي، دافغانستان اسلامي امارت له خپل لوري د معضلې سیاسي حل ته رېښتینی تعهد لري، په همدې مقصد یې لا له وړاندې په قطر هېواد کې د سیاسي دفتر د پرانستلو اقدام وکړ.
ورپسې یې بیا بیا په نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې پر سیاسي حل د تاکید تر څنګ نور عملي ګامونه واخیستل، چې بالاخره یې د ملګرو ملتونو په شمول د زیات شمیر هېوادونو د سیاسي استازیو په محضر کې د دوحې تړون لاسلیک کړ او تر هغه وروسته یې د دوحې تړون د بشپړ عملي کیدو په غرض په عملیاتو کې د پام وړ کموالی را ووست، او بین الافغاني مذاکرات یې عملا پیل کړل.
۴ – موږ درک کوو چې د امریکا متحتده آیالات او متحدین یې هم دې پایلې ته رسیدلي چې د افغانسان معضله یوازې د تفاهم په وسیله حل کیدای شي، ځکه يې د دوحې تړون د را منځ ته کیدو لپاره له اسلامي امارت سره مثبت مذاکرات تر سره کړل.
۵ – اوس چې د دوحې پر تړون یو کال تېرېږي، له امریکايي لوري څخه زموږ غوښتنه دا ده چې له خپلې ژمنې سره سم د دې تړن پوره پلې کیدو ته ژمن پاتې شي.
۶ – موږ اطمئنان لرو چې افغانان په خپل منځ کې د راتلونکي اسلامي نظام قیام او دایمي سولې او امنیت ته د بین الافغاني تفاهم له لارې رسېدلی شي.
۷ – دا یو مسلم حقیقت دی چې د ولس غوڅ اکثریت د اسلامي امارت حمایت کوي او دا د الله تعالی په نصرت د همدې ولسي حمایت نتیجه ده، چې زموږ مبارزه یې د کامیابۍ تر سرحده رسولې ده.
۸ – د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د ولس تر منځ توپیري چلند ته اجازه نه ور کوي، دا هېواد د ټولو افغانانو مشترک کور دی، او د دې کور د غړیو تر منځ هېڅ ډول تبعیضي چلن د منلو وړ نه دی.
۹ – د افغانستان اسلامي امارت لکه څنګه چې په ګڼو مواردو کې واضح کړې، چې موږ په خپل هېواد کې د ښځو د ټولو هغو حقوقو تامین او تضمین ته ژمن یو چې اسلامي شریعت ور کړي دي، په دې اړه یو ځل بیا ټولو نړیوالو ته ډاډ ور کوو.
۱۰ – همدا رنګه د اسلامي اصولو او د هېواد د ملي منافعو په نظر کې نیولو سره د بیان آزادۍ ته خپله ژمنتیا یو ځل بیا ټولو ته په ډاګه کوو.
۱۱ – د افغانستان اسلامي امارت لکه څنګه چې له اشغال څخه مخکې په هېواد کې د مخدره توکو په مخنیوي کې ریکارډ جوړ کړی و، بیا به هم د مخدره موادو د مخنیوي په هکله له نړیوالو سره په تفاهم او د بدیل معیشت په نتیجه کې لازم اقدامات تر سره کړي. د دې تر څنګ د افغانستان اسلامي امارت په نشه یي توکو د روږدو کسانو علاج د ځان مکلفیت ګڼي.
په پای کې یو ځل بیا یادونه کوم چې زموږ هېواد او ولس له یوې تپل شوې جګړې سره لاس او ګریوان دی، د دې جګړې ختمول د ټولو مسئولیت او د ټولو په ګټه دي او د پای ته رسولو لپاره یې د دوحې تړون بشپړ تطبیق تر ټولو ښه لاره ده، د افغانستان اسلامي امارت خپلو مسئولیتونو ته متوجه دی، نور اړخونه هم باید خپل مسئولیتونه ادا کړي، د افغانستان اسلامي امارت نه د چا په داخلي چارو کې مداخله کوي، نه چا ته ضرر رسول غواړي، او نه هم بل چا ته اجازه ور کوي چې زموږ په چارو کې مداخله وکړي، له خپلې خاورې او ولس څخه دفاع زموږ مشروع حق دی.
0 نظرونه