نن بلوڅ وسلهوالو ۱۱ پاکستاني پوځيان او جاسوسان وژلي او ژوبل کړي دي
د بلوچستان د ازادۍ جبهه يا بلوچستان ليبرېشن فرنټ وايي، په بېلابېلو بريدونو کې يې شپږ تنه پاکستاني پوځيان او جاسوسان وژلي او پنځه نور يې ژوبل کړي دي.
د دغې ډلې وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې لومړی د بلوچستان د کيچ په سامي سيمه کې د پاکستاني جاسوسانو پر يوه مرکز بريد کړی دی.
دی وايي، په دغه بريد کې درې تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
د ده په په خبره، دويم بريد يې د پنجګور په بالګتر سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پر يوه مرکز کړی چې پکې دوه عسکر وژل شوي او يو بل مرګونی ژوبل دی.
د مېجر ګهرام په خبره، په دې سربېره، د پنجګور ښار په چاکر اعظم څلورلارې بيا د لياقت په نامه د پاکستان يو جاسوس ژوندی په لاس ورغلی او همالته يې وژلی دی.
دی وايي، تر هغه چې بلوچستان ازادېږي، پر پاکستانيانو باندې به د دوی دغسې بريدونه روان وي.
0 نظرونه