بلوڅو د پاکستاني عسکرو يو موټر په بم الوځولی
د بلوچستان ملتپاله ډله بلوچستان ليبرېش فرنټ وايي، د بلوچستان په مشکي سيمه کې يې د پاکستاني عسکرو يو موټر په بم الوځولی دی.
د دغې ډلې وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې د مشکي په تنک سيمه کې پر سړک ماين خښ کړی و او د عسکرو يو پر ګزمه وتلی موټر چې ور ورسېده، پرې يې ور والوځاوه.
بلوڅ وايي، په دغه چاودنه کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
تر اوسه د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.
0 نظرونه