هرات؛ اندېښنه ده چې ۵۰۰ ټانکرونه لوخړه شوي، ۲۰ تنه سوځېدلي
د هرات په اسلام کلا بندر کې نن د تېلو يوه ټانکر اور واخيست چې وروسته يې نورو موټرو ته خوله ورکړه او پايله کې يې د سيمې په کچه لويه اورلګېدنه وشوه.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، تر اوسه په دغه اورلګېدنه کې شل تنه سوځېدلي، خو دغه شمېرې نورې هم لوړې روانې دي.
د اسلام کلا د بندر کميسار مهر الله بلوڅ وايي، د لومړنيو مالوماتو په اساس، په دغه ځای کې شاوخوا پنځه سوه د تېلو او ګازو ټانکرونه ولاړ ول چې اندېښنه ده ټول به سوځېدلي وي.
د هرات والي وايي، په ولايت کې دومره توان نه و چې دومره لوی اور ووژني، په همدې خاطر يې له ايران څخه د اور وژنې عمله راغوښتې ده.
د افغانستان پولې ته څېرمه د بحرانونو پر ضد د ايران د مبارزې د ادارې مشر محسن نجات وايي، د دوی د اور وژنې موټر افغانستان ته تللي دي.
دی وايي، د هرات د والي په غوښتنه يې لسګونه موټر د اورلګېدنې ځای ته لېږلي دي.
تر اوسه د دغې اور لګېدنې لامل نه دی مالوم، خو د سيمې په کچه تر ټولو لويه اورلګېدنه ده.
0 نظرونه