د پکتیا اوسېدونکي: والي د فساد بانډ جوړ کړی، خلک لوټي
۲۵ دلو ۱۳۹۹ 208995 0 نظر زین الله احمدي

د پکتیا اوسېدونکي: والي د فساد بانډ جوړ کړی، خلک لوټي

راپور: زین الله احمدي

د پکتیا اوسېدونکي د دې ولایت پر والي محمدحلیم فدايي تور لګوي چې له یو شمېر دولتي ادارو او خپل ځانګړي ټیم سره په ګډه یې د فساد بانډ جوړ کړی او خلک لوټي.

دوی له سرخط ورځپانې سره په خبرو کې وویل، چې والي پر مهمو دولتي بستونو د خپلو نږدې کسانو د ګمارنې له لارې د فساد بانډ جوړ کړی او له یو شمېر ادارو سره په ګډه ناقانونه کړنې ترسره کوي.

خلک د ښاروالۍ، ځمکو او ښار جوړولو، ګمرک، مستوفیت، اقتصاد، د کلیو د پراختیا او بیارغونې او پوهنې ریاستونه هغه ادارې بولي، چې والي د فساد لپاره ورسره ګوتې خوږې کړې دي او له مالي فساد نیولې بیا د ځمکو تر غصب پورې ناقانونه کړنو کې دخیل دي.

د پکتیا اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په دولتي ادارو کې فساد د ځنځیر بڼه غوره کړې چې د فساد د بانډ غړي د یوه او بل په همکاري د مراجعینو د قانونوي کارونو د ترسره کولو په بدل کې ترې پیسې اخلي او بیا یې په خپلو کې سره وېشي.

دوی ټینګار کوي، چې که والي، چې د دوی په خبره یې، د فساد د بانډ مشر دی، له خپلو دغو ناقانونه کړنو لاس وانخلي، نور پر ضد  به یې پراخ لاریونونه ترسره کړي او له مرکزي ادارې به یې د ګوښه کېدو غوښتنه وکړي.

په ورته وخت کې د پکتیا ولایت مقام یوې سرچینې، چې دلته یې د نوم له اخیستو ډډه کوو، سرخط ورځپانې ته وویل، چې والي محمد حلیم فدايي دې ولایت ته خپل ځانګړی ټیم، چې نورو ولایتونو کې هم ورسره و، راوستی دی.

سرچینه زیاتوي، چې والي له خپل راتګ سره سم یو شمېر بستونو کې، چې رسمي کارکوونکي یې درلودل، نوي کسان چې د فساد د بانډ غړي بلل کېږي ګمارلي او اوس هڅه کوي، چې په نورو مهمو بستونو هم د خپلې کورنۍ غړي او ملګري مقرر کړي.

سرچینې بهرام بهیر، عابد احمدزی، یحیي، حسن احمدزی او کریم توتاخېل د هغو کسانو په توګه یاد کړل، چې د والي لخوا له خپل راتګ سره سم په دندو ګمارل شوي او په ګډه یې د فساد کړۍ جوړه کړې ده.

خو د پکتیا والي محمدحلیم فدايي له سرخط ورځپاڼې سره په خبرو کې دغه تورونه رد کړل او ویې ویل، چې د ده له راتګ وروسته هیڅوک نه دي مقرر شوي او نه په ولایتي اداره کې د فساد کومه کړۍ جوړه شوې ده.

فدايي زیاته کړه، چې مالي صلاحیتونه یې ټول د ولایت مقام مالي او اداري مرستیال ته سپارلي او هیڅ داسې څه معقول دلیل نشته، چې ثابته کړي، نوموړی په مالي فساد کې ښکېل دی.

نوموړي دغه راز وویل، چې تر مالي او اداري مرستیال وروسته یې رییسانو ته تر پنځه سوه زره افغانیو صلاحیت ورکړی، چې په وینا یې دا پخپله د فساد په مخنیوي کې د ولایتي ادارې جدیت ښيي.

یوازې پکتیا ولایت نه دی، چې د ولایت اوله درجه مسوول باندې د فساد تورونه لګېږي، ډېری نورو ولایتونو کې هم واليان او نور لوړ رتبه دولتي مامورین په مالي او اداري فساد کې ښکېل بلل شوي، چې ځینې یې څارنوالۍ ته هم معرفي شوي دي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې