طالبانو په دوولسو پاکستاني پوځيانو کې مرمۍ يخې کړې
پاکستاني طالبان وايي، د پاکستاني پوځ پر يوه پوسته يې خونړی بريد کړی او پکې ناست دوولس عسکر يې ټول وژلي دي.
د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې دغه بريد د شمالي وزيرستان د مکين په رازين خوله سيمه کې د پاکستاني عسکرو پر پوسته کړی دی.
خراسانی وايي، له پوستې ورڅخه هيڅوک هم ژوندی نه دی وتلی او د جي۳ په ګډون، ټولې وسلې او موټر هم دوی په غنيمت نيولي دي.
د ده په خبره، په دغه بريد کې د دوی له خوا د چا پزه هم نه ده وينې شوې.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو اداره هم مني چې پر پوسته يې بريد شوی دی، خو پکې د وژل شويو عسکرو شمېر کم ښيي.
دغه اداره وايي، څلور عسکر وژل شوي او څلور طالبان يې هم وژلي دي.
له څه مودې راهيسې پاکستاني طالبانو يو وار بيا زور موندلی او پر پاکستاني پوځيانو يې قيامت راوستی.
0 نظرونه