بلوڅو د پاکستانيانو يوه پوسته سقوط کړې، درې يې پکې وژلي
د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه د بلوڅو يوه ملتپاله ډله وايي، نن ماښام يې ملګريو د بلوچستان په کيچ سيمه کې د پاکستان د سرحدي پوليسو پر يوه پوسته بريدونه کړي او څلور تنه يې پکې وژلي او ژوبل کړي دي.
د دغې ډلې وياند مېجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګريو يې د کيچ په سنګستان سيمه کې د پوليسو د يوې پوستې مخې ته ولاړ يو عسکر لومړی په درازکوف ويشتی او بيا يې پر پوسته بريدونه کړي دي.
دی وايي، په بريد کې دوه نور عسکر هم وژل شوي او يو چې له پښو لوېدلی و، هغه دوی ته ژوندی په ګوتو ورغلی دی.
د دغه په خبره، تر هغه وخته به د دوی د ډلې دغسې بريدونه روان وي، تر څو چې بلوچستان له پاکستانه ازاد شوی نه وي.
0 نظرونه