حوثيانو د عربستان هوايي ډګر په توغندي ويشتی، يوې الوتکې اخيستی
د يمن حوثي ياغيانو د سعودي عربستان په سوېل لوېديز کې د يمن پولې ته څېرمه د سعودي ابها نړيوال هوايي ډګر په توغندي ويشتی دی.
په دغه بريد کې پر هوايي ډګر ولاړې يوې الوتکې اور اخيستی دی، خو چا ته يې ځاني زيان نه دی اړولی.
د عربو په مشري ايتلاف چې په يمن کې د حوثيانو پر ضد جنګېږي، وايي، پر هوايي ډګرونو دغسې بريدونه او د خلکو له ژوند سره لوبې جنګي جرم دی.
دغه ايتلاف تر دې مخکې په يوه بله خبرپاڼه کې ويلي و چې د سعودي عربستان پر لور تلونکې د حوثيانو دوه بېپيلوته الوتکې يې هم نسکورې کړې دي.
په دې وروستيو کې حوثي ياغيانو بيا پر سعودي عربستان د بېپيلوته او بلسټيک مزايلو بريدونه زيات کړي دي.
0 نظرونه