پاکستاني پوځيانو پنځه دېرش بلوڅان ژوندي تښتولي
د بلوڅو ملتپالې ډلې وايي، پاکستاني پوځيانو د بلوچستان د سيوۍ بېلابېلې سيمې محاصره کړې او تر اوسه يې ورڅخه پنځه دېرش بلوڅ ځوانان تښتولي دي.
سرخط ورځپاڼې ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، دغه کسان د سيوۍ له ببر، جریبي، بکروگولو، شهر او ځينو نورو سيمو څخه وړل شوي دي.
د مالوماتو په اساس، دغه سيمې لا هم د پوځ تر کلکه محاصره لاندې دي او د عملياتو په نوم د خلکو کورونه لوټي او ځوانان ورڅخه له ځان سره لېږدوي.
پاکستاني پوځيان له کلونو راهيسې د بلوڅو پر کليو دغسې عمليات کوي، سړي يې يا وژني او تښتوي، کورونه يې لوټي او سوځوي او څاروي يې بيا په بازارونو کې د غنيمت په نوم پلوري.
0 نظرونه