طالبان وايي، له پاکستانه د پښتنو، بلوڅو او سنديانو غچ اخلي
پاکستاني طالبان وايي، د پاکستاني عسکرو او د دغه هېواد د استخباراتي شبکې ایایسای د غړيو له وژلو پرته دي، پر بل هيچا هيڅ کار نه لري.
د دغې ډلې وياند محمد خراساني سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې له څه مودې راهيسې پر نړيوالو رسنيو داسې راپورونه خپرېږي چې ګواکې دوی د سيمې په کچه اوس د درستې سيمې لپاره پر يوه خطر بدل شوي دي او بايد پر ضد يې هڅې وشي.
په دغو راپورونو کې ويل شوي دي چې پاکستاني طالبانو له ځان سره بېلابېلې وسلهوالې ډلې ملګرې کړې دي او له ځينو هېوادونو سره يې هم اړيکې جوړ کړې دي.
محمد خراسانی وايي، له هيچا سره اړيکې نه لري او نه هم نيت لري چې له پاکستاني عسکرو او جاسوسانو پرته بل څوک ووژني.
دی وايي، په پاکستان کې که تر نور هر څه تېر شي، پاکستانی حکومت د پښتنو، بلوڅو او سنديانو په ځورولو، تښتولو او وژلو اخته دی او د هغوی غچ به هم دوی ورڅخه اخلي.
دی وايي، له هيڅ هېواد سره اړيکې نه لري او نه هم مرستې ورڅخه تر لاسه کوي، خو ډله به يې په يوازې ځان تر هغه وخته وسله نه ږدي، تر څو چې په پاکستان کې اسلامي نظام راغلی او د پاليسيانو جوړول عادلانه شوي نه وي.
0 نظرونه