ديني کمزوري؛ د وطن او ملت تباهي
۲۱ دلو ۱۳۹۹ 231131 0 نظر څارنوال عمر شفیق

ديني کمزوري؛ د وطن او ملت تباهي

ليکوال: څارنوال عمر شفيق

د نړۍ او سيمې د استخباراتو لومړيتوب د مورد نظر هېوادونو د حساسيتونو او کمزوريو پېژندل او پر خپل وخت د ځان او يا نورو متحدينو په ګټه ترې کار اخيستل دي.

زموږ هېواد کې هم استخباراتو ژور کار کړى دى او تر ټولو ستره کمزوري يې موندلي ده. په ځلونو يې ترې ګټه پورته کړي ده او په اساس يې د تاريخ په اوږدو کې زموږ ديني او ملي برم او عظمت ته ناجبرانېدونکى زيان رسولى دى. 

د څار او پلټنو نړيوالې ادارې چې هر کال د فقر، فساد، ناامنۍ او نورو طبيعي اُفتونو راپور ورکوي؛ افغانستان پکې فقير، مفسد، ناامنه او له ټولو اُفتونو ډک هېواد راځي؛ خو برعکس چې د عقيدې، دين او مذهب په اړه راپور ورکوي؛ افغانستان په نړۍ کې تر ټولو په عقيده برابر، ديني او مذهبي هېواد راباسي. په داسې حال کې چې دلته له نورو دربادريو ډېر دين او مذهب دربه‌در دي او بيخي يې بنيادي ارزښتونه ځپل کېږي.

نړيوالې ادارې د نړۍ زبرځواکو هېوادونو د خپلو نامشروعو غوښتنو لپاره رامنځته کړي دي او زبرځواکي هېوادونه لومړي خپلې نامشروع غوښتنې خوندي کوي.

نتيجه کې ټول تحقيقات داسې عياروي، چې حالات د دوى په ګټه تغیير کړي او د دوى غوښتنو ته د تحقق زمينه برابره کړي. 

د نړۍ استخباراتي ادارو افغانان د تاريخ په اوږدو کې له دې زاويې نيولي دي؛ ځکه دوى تشخيص کړي ده، چې موږ افغانان په دين سر ورکوو. که څه هم په دين خبر نه يو، چې دين له انسانانو څه غواړي او د دين مانا، پيغام او ماهيت څه دى؟

موږ دروغ وايو، فريب کوو، غلا کوو، لار وهو، رشوت اخلو، خيانت کوو، زنا کوو، لواطت کوو، شراب خورو، قتل کوو او په نورو بې شمېره مفاسدو او مرداريو مو لاسونه ککړ دي، خو له دې ټولو بې لاريو او بې دينيو سره سره نړۍ کې لومړۍ درجه ديني او مذهبي خلک يو. ډېره د حيرانتيا وړ ده!

عقيده او دين يوه عقلي کسبي اړيکه ده او د کسب منبع يې څرګنده ده. انساني افراطي جذبه او اروايي ستونزه نه ده، چې مغز او ذهن تسخير کړي او ځان‌وژنې ته لاره هواره کړي.

د دين پيغام واضح دى هېڅ ابهام نه لري، خو موږ د دې واضح پيغام په مخالف اړخ کې سرګردانه ژوند تېروو. دين د ټولنيز نظم او سمون لپاره نازل شوى، خو موږ د دين له ادرسه ټولنيزه ګډوډي او فساد رامنځته کوو او پړه يې پر دين وراچوو.  

د دين له صميميت چې لادينه خلک خبر شي سملاسي دين ومني، خو موږ د دين په نوم داسې کړنې ترسره کوو، چې مسلمانان د دين په حقانيت شکمنوي او نتيجه کې سيکولرېزم او الحاد ته مخه کوي.

تاريخ ثابته کړې ده، چې هر کله ټولنيز ژوند خرافاتو او مفاسدو پر سر اخيستى. د اصلاح او بېرته عادي حالت ته د راګرځېدو لپاره يې بل دين نازل شوى دى. يانې د دين اصل پيغام ټولنيز نظم او سمون دى او دين هېڅکله د ټولنيزې ګډوډۍ دستور نه ورکوي.

کله چې داسې ده؛ موږ ولې د دين ساتنې او پراختيا لپاره هر فاسد او ګندګي کوو؟

په داسې حال کې چې د نړۍ غوره او لومړۍ درجه ديني او مذهبي خلک يو او له بل هر چا ډېر ديني او مذهبي مقدساتو، احکامو، ارزښتونو او ادابو ته ژمن يو.

موږ د دين اصل پيغام ته نه يو ورننوتي او نه مو سر خلاص دى، چې دين څه غواړي. په ټول دين کې موږ يوازې دا زده دي، چې د دين څخه د وطن ورانونې او ورور وژنې لپاره څرنګه کار واخلو.

د خپلو نظامونو او سياسي مشرانو د تکفيرولو او وژلو احاديث او قراني ايتونه مو زده دي، خو د خپل وطن، خلکو او نظام د بقا لپاره مو يوه ديني مقوله او روايت هم نه دى زده او که زده مو وي او يا مو اورېدلي وي؛ هغه ټول ضعيف او حوالې يې دقيقې نه وي.

دا داسې نه ده، چې رښتيا هم دين کې وطن ورانونه او ورور وژنه ډېره راغلي ده؛ بلکې موږ خپله په دين او د دين په اصل پيغام او غوښتنو فکر نه کوو.

څه چې مذهبي افراطي پنډتان او استخباراتي دينداران راته وايي هغه منو او د تعميل لپاره يې آن ځانوژنه هم کوو.

که څه هم دين د نړۍ او سيمې استخباراتو پروژه نه ده، چې په خپل زړه او خوښه يې د خپلو نامشروعو غوښتنو د تحقق لپاره مديريت کړي؛ بلکې دين يو اللهي اسماني موهيبت او نعمت دى، چې انساني ټولنيز ژوند ته نظم او سمون وربخښي.

زموږ ديني او مذهبي کمزوري او ناپوهي د دې سبب شوې، چې د نړۍ او سيمې استخبارات هره پروپګنډه خپروي؛ موږ ملا تړلي او ټوپک په لاس ميدان ته راوځو.

نتيجتاً نور بايد هر تخريبي کار ته کاذب ديني توجيهات ونه لټوو. هره ګډوډۍ او استخباراتي لوبه بايد د دين غوښتنه او پيغام ونه بولو او په پټو سترګو پل و پلچک، لار و سرک، ښوونځى، پوهنتون و روغتون، جومات و مدرسه او نور عام المنفعه تاسيسات په دې نوم ويجاړ نه کړو، چې ديني نه دي.

خپل نظام د دين په نوم کمزورى او نسکور نه کړو او خپل ورور وطنوال د دين لپاره ونه وژنو؛ ځکه دا د دين نه؛ بلکې د استخباراتي کړيو غوښتنه ده.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې