پېښور؛ محسن داوړ د پاکستاني پوځ مشر په مناظره وننګاوه
سره له دې چې د پاکستان د حکومت له خوا خنډونه او ننګونې پرېمانه وې، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ په پېښور کې بريالۍ جلسه وکړه او په دغه جلسه کې د دغه غورځنګ سرلاري محسن داوړ د پاکستان د پوځ مشر وننګاوه چې چېرته هم غواړي، مناظره ورسره کوي.
په دغه جلسه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين دا ځل په انګلېسي هم وينا وکړه او ويې ويل، د نړيوالو له خوا کومې مرستې چې د پاکستان له پوځ سره کېږي، ټولې يې د بېګناه ولس په ځورولو لګول کېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ سرلاري محسن داوړ بيا وويل، پر پښتنه افغان خاوره د روانې ترهګري تر شا د پاکستان پوځ دی او د خپلې دغې ادعا ثابته لپاره د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه ننګوي چې هر چېرته هغه غواړي، مناظره ورسره کوي او باور لري چې خپله خبره به ثابتوي.
ده د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته هم ګوته ونيوه او د هغه تر دې خبره يادولو وروسته چې يو وخت يې ويلي و، که غل نه يې، نو ډارېږې ولې، محسن داوړ وويل، که د پوځ په اوړو کې شګې نه وي، نو د دوی له جلسو او چيغو ولې وېرېږي او ولې مخامخ نه حاضرېږي.
دغه جلسه په داسې وخت کې کېږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ سرلاری علي وزير او د دغه غورځنګ نور غړي د پاکستان په زندانونو کې بند دي.
0 نظرونه