د پوروړو وطن؛ اوس د پاکستان هر ماشوم ۱۷۵۰۰۰ کلدارې پوروړی نړۍ ته راځي
د پاکستان حکومت وايي، د دغه هېواد پورونه نور هم ډېر شوي دي او اوس چې په پاکستان کې هر ماشوم نړۍ ته راځي، تر راتلو مخکې يو لک او پنځه اويا زره کلدارې پوروړی وي.
د پاکستان د خزانې وزارت په دې اړه خپل تازه راپور د دغه هېواد ملي شورا ته وړاندې کړ چې پکې ويل شوي دي، تېر کال قرضونه بېکچې زيات شوي، خو ادا شوي نه دي، له همدې امله په تېرو دوو کالو کې د پاکستان هر وګړی څلور پنځوس زره، نهه سوه او يوه کلداره نور هم پسې قرضدار شوی او په دې توګه د پاکستان پر هر اوسېدونکي قرض پنځلس کم دوه لکه کلدارو ته لوړ شوی دی.
د دغه وزارت د مالوماتو په اساس، يوازې تېر کال د پاکستان پر هر نفر د نړۍ قرض يو ويشت زره، درې سوه او يوولس کلدارې لوړ شوی او که څه و نه شي، را روان کال به دغه قرضونه په حيرانوونکې توګه نور هم لوړ شي.
اوس پاکستان په ټوليزه توګه شپږ دېرش نيم ټريليونه کلدارې قرضداره دی او دغه قرضونه ورځ تر بلې ورباندې لوړېږي.
څه موده وړاندې مالېزيا د دغه هېواد يوه الوتکه هم د پور د نه ادا کولو له امله ورڅخه درولې وه.
0 نظرونه