افغانستان د نړۍ فقيرترين هېواد شو؛ فقر په افغانستان له ۵۵څخه ۷۲ فيصده ته ډېر شوی
د افغانستان پر بيا رغونه د څار امريکايي اداره وايي، افغانستان اوس يو د نړۍ له فقيرترينو هېوادونو دی او دلته د فقر کچه د تېر په پرتله له پنځه پنځوس څخه دوه اويا فيصده ته لوړه شوې ده.
د افغانستان پر بيا رغونه د څار د امريکايي ادارې يا سيګار د وروستي رپور په اساس، په افغانستان کې د بېروزګاري کچه هم همداسې لوړه تللې او اوس اووه دېرش اعشاريه نهه فيصده ته رسېدلې ده.
د دغې ادارې د راپور په اساس، په دوه زره نولسم کې د بېکاري کچه يوازې درويشت اعشاريه نهه فيصده وه.
د بېروزګاري د ګراف لوړېدل د دې لامل شوي چې فقر هم ورسره په بېسارې کچه زيات شوی او له پنځه پنځوس فيصده څخه، اوس دوه اويا فيصده ته تللی دی.
په دې توګه اوس افغانستان د نړۍ يو له فقيرترينو هېوادونو دی چې تر نيمايي زيات وګړي يې د بېګاه په ډوډۍ پسې حيران دي.
د سيګار د راپور په اساس، په ورستيو کې د افغانستان صادرات هم بېخي کم شوي او واردات يې لوړ تللي دي.
په تېر کال کې افغانستان له نورو هېوادونو څخه د اووه اعشاريه درې دېرش ميليارډه ډالرو مواد اخيستي، خو خپله يې يوازې د نهه سوه او پنځه اويا ميليونو صادرات کړي دي.
افغانستان په داسې حال کې د نړۍ په فقيرترين هېواد بدلېږي او ولس يې د لوږې او فقر تر کرښه لا هم نور لاندې ځي چې په دې ورستيو کې پر ټولنيزو رسنيو د ځينو حکومتي ادارو د بېلابېلو خواړو د ميليونونو افغانيو بيلونه او فرمايشونه لاس په لاس کېږي.
0 نظرونه