بایډن د سولې پروسې ارزولو ته، کابل ته پلاوی رالېږي
ولسمشر غني نن ماښام اعلان وکړ چې د جو بايډن په مشري د امريکا حکومت کابل ته يو پلاوی رالېږي چې د سولې روانه پروسه و ارزوي.
ولسمشر وويل، دی به هم د امريکا له ولسمشر جو بايډن سره په دې اړه چې څنګه د سولې روانه پروسه سمولای او ښه کولای شو، وېډيويي خبرې وکړي.
روښانه نه ده چې په دغه پلاوی کې به څوک او څوک راځي، خو د ولسمشر له خبرو داسې ښکاري چې زلمی خليلزاد نه به وي پکې.
په دې وروستيو کې له خليلزاد سره د ولسمشر اړيکې خړې پړې شوې دي او داسې هم ويل کېږي چې څه موده وړاندې ولسمشر ورسره له ليدو هم مخ اړولی و.
پرون د طالبانو د قطر د دفتر په استازيتوب شېر محمد عباس ستانکزي ويلي و، ولسمشر غني د سولې په برخه کې خنډ دی، که هغه له مخه ايسته شي، طالبان به له نوي حکومت سره په ګډه کار وکړي.
ولسمشر په نننيو څرګندونو کې وويل، دی د سولې لپاره خنډ نه، بلکې له زړه يې غواړي، خو پسې زياته يې کړه چې طالبان د سولې په برخه کې مردارې هګۍ جنګوي.
ولسمشر وويل، موقت حکومتونه همېشه په کورنيو جګړو پای ته رسېدلي، افغانان يې تجربه لري او له همدې امله به دغسې کېدو ته څوک پرې نه ږدي.
0 نظرونه