منګل باغ په ننګرهار کې بم الوځولی
د پاکستاني طالبانو د لښکر اسلام ډلې مشر منګل باغ په ننګرهار کې په بم ختلی او له خپلو دوو ملګريو سره يو ځای الوتی دی.
د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل وايي، منګل باغ د اچين ولسوالي په باندر دره کې په خپل خښ شوي ماين ختلی.
دی وايي، له منګل باغ سره د هغه دوه نور ملګري هم په بم ختلي او ټول مړه شوي دي.
د پاکستاني طالبانو د دغه اووه څلوېښت کلن مشر د مرګ اوازې تر دې وړاندې هم خپرې شوې، خو بيا بيا دروغ ختلې دي.
منګل باغ له تېرو لسو کالو راهيسې د لښکر اسلام ډلې مشري کوي او له پاکستاني طالبانو سره يې هم اړيکې درلودې.
په دوه زره اتلسم کال کې امريکا د منګل باغ په وژلو يا نيولو پنځه ميليونه ډالر انعام ايښی و.
تر اوسه لښکر اسلام ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا او لا ډېر نور مالومات د سرخط ورځپاڼې پر وېبپاڼه ولولئ.
0 نظرونه