د سولې د کوترې ساه خېژي؛  دلته بله اجماع، هلته بل مقاومت، څو ګامه وړاندې ناورين
۵ عقرب ۱۴۰۰ 227393 0 نظر سيد شاه سقيم

د سولې د کوترې ساه خېژي؛ دلته بله اجماع، هلته بل مقاومت، څو ګامه وړاندې ناورين

 

 

د مرګونو وطن له چنجيو په ډک ګور اوښتی، ځينې وتلي، نور په خپلو کې سره اړم دي، د چا پښې د نورو په کولمو کې نښتې، پخوا د بقا جنګ انفرادي کېده، اوس سړي، ډلې، داړې او حکومت د خپلې بقا په جنګ کې د يوه بل پر اندامو داړې خښوي، د سولې پردېسه مرغۍ وروستۍ سلګۍ وهي او د افغانانو وطن د يوه بل ناورين پر خوا سوکه سوکه ور ښويېږي.

 

 افغانستان لکه د ټيټانيک بېړۍ پر ملا غوټه ماته ده، نيم خلک يې اوبو وړي، نيم يې نيم‌ځوړند دي، پاتې يې سهار پورته کېږي او بېګا ښويېږي، هر ساعت له يوې کړيکې سره يو انسان کمېږي، وطن چيغو او بغارو پر سر اخيستی او هلته څو دلاکان لا د بام پر سر ولاړ دي او بې‌خونده سورني غږوي.

 

د خدای په لوی کرم به کېږي

زما په فکر بېړۍ غرقه غرقه ځينه

 

د زلمي خليلزاد د سولې پروسه لکه د ارموني زوکړه، په نامشروع لارو وه، خو تمه وه چې و به زېږي او دغه ناخلفه اولاد به لږ تر لږه دومره شي چې مور يې په نامه کښېني، خو له وروستيو بدلونونو ښکاري چې د دوحې په بلاربه يې د جنين د سقط دارو خوړلي او د امارت کونډه تر بدنامي وروسته، بوره هم شوه.

اوس به نو کيسه د سنګسار او فرار په ډار وړاندې ځي او هرې راتلونکې لحظې ته به يې له وېرې د افغان انسان اروا رېږدي.

 

څه وخت مخکې له امريکا سره د حکومت کيسه عجيبه درې لارې ته رسېدلې وه.

لکه په يارانه کې چې نجلۍ هلک ته تکراري شي، زموږ حکومتيان پر امريکا غمېدلي وو، چې هر څومره سرخي او سفېدې به يې ووهلې، نازونه او اداګانې به يې وکړې، د امريکا احساسات نه ورته راپارېدل، مخ يې ځنې اړاوه، له حکومته هم لاره ورکه وه، د امارت بن يې هم پر ځان منلې وه، خو انکل سام د طلاق کاڼی تر غاښ لاندې نيولی و او د پتاسو ډک دسملونه يې د خليلزاد په رويباري د طالبانو مشرانو ته تلل.

 

د جوبايډن تر بريا وروسته د ارګ د واکدارو په څېره کې بيا وينه وغوړېده، اعلان وشو چې د يارانې بل پړاو به پيلېږي، خو دې خلکو ځانونه دومره يوازې کړي وو چې حتا د ارګ په دهلېزونو کې به يې کله کله د خپلو غږونو له ازانګو وېره کېده.

 

پرون يې ډاکټر عبدالله، کرزی، سياف او ځينې نور اجماع ته راټول کړي ول چې غږ يې ډېر شي، وړمه ورځ يې د دوستم لور په سناتوري او لاتوړمه ورځ يې محقق په سلاکاري خوشحاله کړل، هدف له انزوا وتل دي او د امريکا نوي حکومت ته د خپلې پرې قوي ښوول دي، خو په ټوله کې د تاواني قيمارباز داو دی چې وهل کېږي او د ګټلو امکان يې هم پنځوس فيصده دی.

دا د بقا په پار د ارګ د واکدار نورې هڅې دي.

 

نوي بدلون پر طالبانو هم اغېز کړی، له ايران سره يې پر ټولو خوابديو، ګيلو او مانو تله تېره کړې او برادر يې له خپل بانډ سره د اخوندانو پر در کښېنولی.

 

طالبان لکه د لرګي کاسه، د رسوايي او بدنامي غوړ يې په هډو اخيستي دي، زړه يې په کندو کې د سرګودې له ناست پالوان سره دی، د يارانې لاس يې د سرې ماڼۍ خان ته ور غځولی، سر يې د قم د اخوند په غېږ کې دی او سترګک د سپينې ماڼۍ واکدار ته وهي.

دوی د ابرو او حيثيت تر بايللو وروسته اوس د بقا جګړه همداسې پر مخ بيايي.

 

خو دلته يوه بله ډله هم ځان ته يو څه وايي او د دوی په خپل باور هوښياره لوبه کوي.

 

د شمال پخواني توپکيان بيا پر وسله لاس وهي او پر برېتو ګوتې تېروي، خو په عين حال کې د سولې ډول هم پر غاړه ګرځوي.

 

پرون پخواني جهادي عبدالبصير سالنګي د جنګ دانه اخيستې او ويلي يې دي چې که طالبان سوله و نه کړي، نو خبر دې وي چې پر ضد يې د يوه بل مقاومت لپاره چمتوالی نيول کېږي.

دا خبرداری عادي، ريشخند، خو تر شا لويې کيسې او اوږدې خبرې لري.

 

د دوستم او عطا دواړه زامن د سولې مېز ته ناست دي، خو پلرونو يې څه موده وړاندې هند ته په سفر کې د وسلو او جنګو نومونه اخيستې او هلته يې د خپلو پخوانيو جګړو کيسې کړې دي.

 

د شمال قوماندانان په جنګ بلد خلک دي، د وسلو په اهميت ښه پوهېږي، دوی وسلې ته د تودو اوبو د ډک سطل په سترګه ګوري، که اړتيا پېښه نه شوه، اوړه هم پرې لندېږي، وسله که هر څوک، هر وخت ورکوي، دوی مخ نه ځنې اړوي.

همدا وروستي سفرونه، غوږ جنګول او ګوتې پټول د را روان ناورين زېري دي چې څو قدمه وړاندې را روان دی.

 

چې خبره رالنډه کړو، د سولې لپاره هغه اجماع چې حکومت يې يادونه کوي، دومره پخوا هم وه چې اوس جوړېږي، ولس له يوې مخې سوله غواړي، خو که جګړه سړه شي، د زورورو دسترخوان تشېږي او د پرېکړې واک به زورور سره دی. که هر څومره هڅې وشي، اجماع او د نظر يووالی تر دې نه ډېرېږي.

 

د طالب کار ځان پلورل او وژل دي، لومړی ځان پلوري، که نه خرڅېده، ځان وژني، درېيمه لار نه پېژني.

 

او پاتې د جنګ بړېڅي دي، هغوی يو وار پخوا هم مقاومت کړی و، دا ځل بايد اول د کولاب د هوا حالت مالوم کړي، په سپينو غوښو شين يخ او سره ګرمي بد لګېږي.

 

په ټوله کې ټولو ته خپله بقا مهمه ده، ټول په همدې جنګ راوتلي او څه چې ټولو ته تر ټولو نامهم دی، هغه د خاوري د اصلي انسان ژوند دی چې، لسيزې تېرېږي، خو نرخ يې نه لوړېږي.

 

په دې روانو جنګو کې هيڅ لوري ته سوله تر خپلې بقا او ګټو مهمه نه ده، همدا غم دی چې د سولې کوتره مري او د امپراتوريو هديره د يوه بل ناورين پر ميدان بدلېږي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې