جوبايډن امريکا ته د مسلمانانو پر تګ بنديز لېرې کړ
د امريکا نوي ولسمشر جوبايډن واک ته له رسېدو سره سم پرلهپسې څو فرمانونه صادر کړي چې يو پکې امريکا ته د ځينو مسلمانو هېوادونو د وګړو پر تګ بنديز و.
دغه بنديز ټرمپ لګولی و او له سپينې ماڼۍ څخه د هغه له وتو سره سم، لېرې کړل شو.
د بنديز په اساس، امريکا ته د ایران، عراق، لېبیا، سومالیا، سوډان، سوریې او یمن وګړو نه شوای کولای ننوځي.
څه وخت وروسته عراق او سوډان له دغه لېسته وایستل شول او چاد، شمالي کوریا او ونزوېلا پکې زیات شول.
د ولسمشر بایډن له خوا د یوه بل اجرايیوي فرمان له مخې د روغتیا له نړیوال سازمان (who) څخه د متحده ایالاتو وتل درول کېږي.
پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال په دې اړه پرېکړه کړې وه.
د بایډن د پرېکړې له مخې متحده ایالات د روغتیا په نړیوال سازمان کې پاتې کېږي او هم یې اداره په پام کې لري چې د کوواکس په نوم ايتلاف سره چې له دوو نورو ډلو سره یو ځای هڅه کوي د 'کوویډ-۱۹' ناروغي پر وړاندې واکسین د نړۍ بېوزلو هېوادونو ته ورسېږي، یو ځای شي.
0 نظرونه