وسلهوالو د بلوچستان په سيوۍ کې ۹ پاکستاني عسکر الوځولي
نن مازديګر د بلوچستان په سيوۍ سيمه کې د پاکستاني پوځيانو يو موټر پر بم ختلی چې له امله يې پنځه تنه عسکر ځای پر ځای مړه شوي او څلور نور مرګيحاله ژوبل دي.
په ټپي عسکرو پسې الوتکه تللې او د کوټې پوځي روغتون ته يې رسولي دي.
سرخط ورځپاڼې ته له سيمې په رسېدليو مالوماتو کې ويل شوي دي چې دغه بم د سيوۍ په سانګان سيمه کې د سړک پر غاړه خښ کړل شوی و.
د ترلاسه شويو مالوماتو په اساس، پاکستاني پوځيان په ګزمه وتلي وو چې پر دغه بم ور برابر شوي او له موټر سره الوتي دي.
تر اوسه د چاودنې مسووليت چا نه دی منلی، خو په بلوچستان کې پر پاکستانيانو دغسې چاودنې او بريدونه ملتپال بلوڅان کوي.
0 نظرونه