د ټرمپ کشرې لور د سپينې ماڼۍ تر پرېښودو مخکې کوژده وکړه
نن په سپينه ماڼۍ د ټرمپ او د هغه د کورنۍ وروستۍ ورځ ده، خو مخکې له دې چې دوی سپينه ماڼۍ تر شا پرېږدي، کشرې لور يې په همدې ماڼۍ کې کوژده وکړه او مراسم يې ونمانځل.
د ټرمپ دغه لور ټيفاني ټرمپ نومېږي او د مايکل بولوس په نامه له يوه ځوان سره يې کوژده کړې ده.
دې د سپينې ماڼۍ په يوه دهلېز کې له خپل مېړه سره عکس اخيستی او ورسره ليکلي يې دي چې د سپينې ماڼۍ په خاطرو کې يې دا تر ټولو ښکلې خاطره ده چې د مايکل د کور مېرمن شوه.
اووه ويشت کلنۍ ټرمپ ويلي دي چې تمه لري چې د ژوند نوی پړاو به يې له سپينې ماڼۍ د باندې له خوښيو ډک وي.
مايکل بولوس هم دغه انځور ته زړونه ايښي، ټيفاني ته يې د مينې خبره کړې او پر خپله پاڼه يې ليکلي چې له خپلې مينې سره يې کوژده کړې.
د بولوس په اړه ويل کېږي چې د کوم مليارډر ميراث خور دی.
0 نظرونه