پاکستاني طالبانو يو موټر پاکستاني عسکر په بم الوځولي
پاکستاني طالبان وايي، په جنوبي وزيرستان کې يې له پاکستاني عسکرو ډک موټر ته د سړک پر غاړه بم خښ کړی او ټول يې ورباندې الوځولي دي.
محمد خراسانی چې ځان د پاکستاني طالبانو وياند بولي، سرخط ورځپاڼې ته يې په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دغه چاودنه يې د جنوبي وزيرستان په شکتوی سيمه کې د پاکستان پر عسکرو کړې ده.
دی وايي، په چاودنه کې موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوی او پکې سپاره ټول عسکر وژل شوي دي.
تر اوسه د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.
0 نظرونه