اوس پراټې په جنګ کې وېشل کېږي؛  د کندهار پوليسو ۱۶ طالبان په ۱۰۳۰۳۵ مرميو ويشتي
۲۱ جدی ۱۳۹۹ 263001 0 نظر سرخط ورځپاڼه

اوس پراټې په جنګ کې وېشل کېږي؛ د کندهار پوليسو ۱۶ طالبان په ۱۰۳۰۳۵ مرميو ويشتي

 

سرخط ورځپاڼې ته داسې اسناد په لاس ورغلي دي چې ښيي، په کندهار کې سرتېرو په يوه ورځ کې يوازې شپاړس تنه طالبان، په يو لک او درې زره او پنځه دېرش مرميو ويشتي، خو له سرتېرو څوک ټپي شوی هم نه دی.

 

دا په هېواد کې د روانې جګړې د هغه مافيايي اړخ انځور دی چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې د کندهار باغونه، کورونه او انسانان د جنګ په لمبو کې ايسار کړي دي.

 

کندهار له څه مودې راهيسې په حيرانوونکې توګه خونړی شوی، بېلابېلې ولسوالۍ يې يو په بل پسې ناکرارې او د سقوط تر بريده رسېدلې او لا هم په بېلابېلو ولسواليو کې د جګړې لمبې تر باغونو او دېوالونو تاوېږي.

 

څو ورځې وړاندې دغه ولايت ته د مشرانو جرګې يو پلاوی د خراب امنيتي وضعيت او اداري فساد د څېړلو په موخه تللی و، خو سرخط ورځپاڼې ته داسې مالومات رسېدلي و چې پلاوي تر څلوېښت زره زيات امريکايي ډالر کابل ته راوړل او هلته پر روان ناورين يې خوله پټه کړه.

اوس سرخط ورځپاڼې ته  د کندهار د امنيه قومانداني داسې اسناد په لاس ورغلي چې په ليدو يې نه يوازې د سړي زړه پر دې وطن او خلکو پرې کېږي، بلکې د فساد دومره لوړې کچې ته حيرانېږي.

 

 په داسې حال کې چې د کندهار په ټولو امنيتي جلسو کې د وسلو، مرميو او جنګي وسايطو کمښت د جګړې لامل بلل کېږي، خو سرخط ورځپاڼې ته رسېدلي اسناد ښيي چې نه مرمۍ کمې دي، نه وسلې کمې شوې، بلکې فساد لوړ تللی دی.

 

سرخط ورځپاڼې ته د دغو رسېدليو اسنادو په اساس، په کندهار کې يوازې د روانې جدې میاشتې له اتمې تر نهمې، په څلرويشتو ساعتونو کې د بېلابېل ډوله وسلو یو لک، درې زره او پنځه دېرش مرمۍ مصرف شوې دي.

 

د دغو اسنادو په اساس، په دغه يوه ورځ او شپه کې سرتېرو يوازې شپاړس طالبان وژلي، خو پر طالبانو باندې يې ۳۸۷۱۷ د کلاشینکوف، ۳۸۷۲۰ د پیکا، ١٣٧ د راکټ، ۶۳ د هاوان، ۲۰۶ د اېم افګن، ۷۱۶۰ د دهشکې، ٢ د زیکویک، ۴۶۸۰ د رسام او ۱۳۳۵۰ د اېم شپاړس ډزې کړې او مرمۍ مصرف شوې دي.

 

په اسنادو کې راغلي چې دغه دومره لوړ شمېر مرمۍ په يوه ورځ او شپه کې د کندهار په ارغستان، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ډنډ، ریګستان، شورابک، تخته پل، معروف، میانشین او شاه‌ولي‌کوټ ولسوالیو کې د ملي پولیسو، محلي پولیسو او د پولیسو د ٠٥، ٠٤، ٠٢ او ٠١ ځانګړو قطعو له خوا له طالبانو سره په مخامخ نښته کې مصروف شوې دي.

 

جالبه دا ده چې په دومره مرميو يوازې شپاړس تنه طالبان وژل شوي او پنځه تنه ټپيان دي، خو تر هغه جالبه دا ده چې د سرتېرو لوري ته حتا يو کس ژوبل شوی هم نه دی.

 

له دې څخه ښکاري چې يا خو طالبانو دومره قوي شوي چې شپاړس تنه يې په يو لک او درې زره او پنځه دېرش مرميو له پښو غورځي، يا دومره کمزوري شوي چې د دومره لوړ شمېر مرميو په ځواب کې څو ډزه هم نه شي کولای، که يې کوي، نو هوايي يې کوي، نو له دې دواړو، که هر حالت سم وي، پر ضد يې جګړه خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

 

د کندهار يو تن مدني فعال ميرويس اخوندزاده وايي، که په رښتيا دومره مرمۍ په جګړه کې مصرف شوې وې، بیا دښمن ته د اوښتې مرګ ژوبلې کچه ولې ټیټه ده؛ که دښمن قوي او جګړه‌مار یې ډېر وو، نو امنیتي ځواکونو ته ولې تلفات نه دي اوښتي.

 

دی وايي، د ده په نظر رښتيا دا ده چې طالب او جګړه لنګه غوا ده او په دغه جګړه کې حتا د سرتېرو مرمۍ هم پلورل کېږي.

 

 

د ده په خبره، هيڅ له امکانه لېرې نه ده چې زموږ د خاورې سرتېري به د دوی په خپلو هغو مرميو شهيدانېږي چې مشرانو يې پر طالبانو او پاکستان خرڅې کړې دي.

 

په کندهار کې تر دې وړاندې هم په وار وار د جنګي تجهیزاتو، پوچک مرمیو او خالي شریدونو د خرڅلاو او تجارت کيسې خوله په خوله شوې دي، خو چا څه نه دي ويلي.

په دې سربېره، خيالي پوليس، خيالي پوستې او خيالي جګړې په کندهار کې د وروستيو ناامنيو لوی لاملونه بلل کېږي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې