د امريکا پر کانګرس په بلوسه کې ۴ تنه وژل شوي او ۵۲ نيول شوي دي
د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پلويان د امريکا پر کانګرس ورختلي او هلته يې چې څه په مخه ورغلي، يا يې ويجاړ کړي او يا يې لوټلي دي.
په دغه لګه درګه کې څلور تنه وژل شوي او دوه پنځوس نور نيول شوي دي.
د واشنګټن پولیس وایي، د کانګرس پر ودانۍ د ولسمشر ټرمپ د پلویانو په بلوسه کې یوه مېرمن په ډزو وژل شوې او درې تنه نور د بېړني روغتیایي وضعیت له کبله مړه شوي دي.
په دغه پېښه کې چې د چهارشنبې په مازدیګر وشوه، د اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ سلګونه پلویانو په واشنګټن کې داسې مهال د کانګرس پر ودانۍ یرغل ورووړ چې د دواړو جرګو استازيو د نومبر میاشتې د انتخاباتو رایې پر تایید غونډه درلوده.
د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن په یوه ټلوېزیوني وینا کې دا د امریکا پر ډیموکراسي برید بللی دی.
تر دغه بلوسه وروسته دواړو جرګو خپله غونډه له سره پيل کړې او دغه کار يې غندلی دی.
ځينو خو ولسمشر ټرمپ په غوږ وهلی چې ګواکې پوهېږي چې دا بلوا د هغه په فرمايش شوې او حساب به ورسره کېږي.
0 نظرونه