پاکستان سر له سبا افغانستان او څه کم ۲سوه هېوادو ته پرليکه وېزې پيلوي
پاکستان وايي، تابيا يې کړې ده چې سره له سبا افغانستان او د نړۍ يو سل او يو نوي نورو هېوادونو پر ليکه يا انلاين وېزې ورکول پيل کړي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد په دې اړه په يوه خبري غونډه کې وويل چې په دې توګه به د وېزو په ورکړه کې د رشوت مخه ونيول شي.
په افغانستان کې د پاکستان سفارت او کونسلګرۍ يې د نړۍ له بدترينو ډيپلوماټيکو دفترونو څخه دي.
د دغه هېواد په کونسلګريو کې د کارکوونکيو د ناغېړيو او د خلکو د بېروبار له امله څو ځله ناوړه پېښې شوې چې پکې ګڼ شمېر کسان تر پښو لاندې شوي دي.
0 نظرونه