د يمن پر کابينه په بريدونو کې ۸۰ تنه مړه او ټپيان شوي
نن د يمن په عدن هوايي ډګر کې د دغه هېواد د نوي جوړ شوي حکومت پر لومړي وزير او کابينه وسله وال بريدونه او چاودنې شوې دي چې له امله يې تر اوسه شل تنه وژل شوي او تر شپېته ډېر ژوبل دي.
د دغه هېواد کابينه او لومړی وزير يې له سعودي عربستان څخه راتلل چې پر عدن هوايي ډګر د الوتکې له کښېناستو سره سم، چاودنې پيل شوې او له يوې بلې خوا ډزې شروع شوې.
له سيمې په ورکول شويو مالوماتو کې ويل شوي دي چې لومړی وزير روغ دی، خو نور په هوايي ډګر کې لګه درګه لګېدلې او لا هم بريدونه روان دي.
تر اوسه د عدن روغتون د پېښې له ځايه شپېته تنه ټپيان او شل جسدونه وړل شوي دی.
تر اوسه د دغو بريدونو مسووليت چا نه دی منلي.
0 نظرونه