د کرونا نوي وايرس پاکستان ته ځان ورساوه
د پاکستان د سند ايالت روغتيايي چارواکي وايي، په دغه ايالت کې يې د کرونا وايرس نوې بڼه ليدلې او درې کسه ورباندې اخته دي.
دغه درې تنه له بريټانيا پاکستان ته تللي ول او له هغې ورځې چې پاکستان ته رسېدلي، له ګڼ شمېر خلکو سره يې ليدلي، خو د معايناتو نتېجه يې نن مالومه شوه.
د سند ايالت د روغتيا اداره وايي، اوس به ټول هغه کسان معاينه کوي چې دغو دريو تنو ورسره ليدلي دي.
دغه نوی وايرس چې د کرونا له پخواني وايرس سره توپير لري، څه موده وړاندې په بريټانيا کې پيدا شوی و.
روغتيايي مسوولين وايي، د کرونا نوی وايرس د زاړه هغه په پرتله اويا چنده زيات او ژر خپرېږي.
نن په هند کې هم د دغه وايرس نښې ليدل شوې.
0 نظرونه