راشد خان د لسيزې غوره لوبغاړی شو
کرکيټ بورډ وايي، د کرکيټ نړيوالې شورا د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان په تېرو لسو کالو کې تر ټولو ښه لوبغاړی بللی دی.
په دې توګه د نړۍ په کچه راشد خان له دوه زره يوولسم، بيا تر اوسه پورې په کرکيټ کې تر ټولو ښه لوبغاړی بلل شوی دی.
راشد په دوه زره پنځلسم کال کې د افغانستان له لارې نړيوال کرکيټ ته لاره ومونده او له هغه وروسته يې پرله پسې برياوې خپلې کړې.
د کرکيټ په تېر نړيوال جام کې د بېخونده سياليو له امله له راشد څخه د افغانانو زړونه مات دي او په دې خاطر چې د دوی په خبره، له وطن او خلکو سره يې "ناځواني" کړې، د ده برياوو ته ډېر نه خوشحالېږي.
0 نظرونه