
نبي په انعام کې ګټلې پيسې د هېواد په نادارو وېشي
د افغانستان د کريکټ وتلی لوبغاړی محمد نبي وايي، په هره لوبه کې چې د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شي او انعام ورکول شي، دی يې ځان ته نه، بلکې د هېواد نادارو ته ورکوي.
دی وايي، د انعام ټولې ګټلې پيسې د نبي بنياد له خوا غريبانو ته ورکوي.
محمد نبي په وروستي ځل پرون د پاکستان په سوپرلېګ ساليو کې د لوبې غوره لوبغاړی شو.
هغه په وروستۍ لوبه کې کراچي کینګز لوبډلې ته توپ اچوونه او توپوهنه دواړه وکړل.
ده په توپ اچوونه کې دوه اوورونه وکړل او دوولس منډې يې ورکړې او په توپوهنه کې يې بيا په پنځه دېرشو توپونو اووه شپېته منډې جوړې کړې.
نبي په دغه لوبه کې اته څلوریزې او څلور شپږیزې ووهلې.
0 نظرونه