عمران خان وايي، د خپلو اوو عسکرو په وژل کېدو يې زړه شين دی
نن د بلوچستان په هرنايي سيمه کې د پاکستان د سرحدي پوليسو پر يوه پوسته ناتار بريدونه وشول چې له امله يې اووه پاکستاني عسکر ووژل شول او پوستې سقوط وکړ.
دا په بلوچستان کې په تېرو دريو ورځو کې د پاکستان پر عسکرو دويم خونړی بريد دی چې کېږي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو اداره وايي، په بريدونو کې د گلزار، فیصل، عبدالوکیل، شېر زمان، جمال، عبدالرووف او فقیر محمد په نومونو اووه سرحدي عسکر وژل شوي دي.
دغه اداره وايي، په سيمه کې يې د وسلهوالو د نيولو په موخه پلټنې پيل کړې، خو څوک ګوتو ته نه دي ورغلي.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د دغو عسکرو په وژل کېدو يې سخت زړه شين دی.
ده ويلي، دغه عسکر د هغو ترهګرو په بريد کې وژل شوي چې هند يې ملاتړ کوي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد هم په دغه پېښه ځان خورا غمجن بللی دی.
پرون هم وسله والو په بلوچستان کې د پاکستاني عسکرو پر يوه پوسته بريد کړی و، پوسته يې سقوط کړې او ګڼ شمېر عسکر يې پکې وژلي ول.
1 نظرونه
Farman mukhlis
دوشنبه، ۸ جدی ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply