د پاکستان يوه پوځي الوتکه پرېوتې؛ څلور پکې مړه شوي
نن د پاکستان يوه پوځي الوتکه په ګلګت بلتستان سيمه کې د تخنيکي ستونزو له امله راپرېوتې چې پکې د دوو پيلوټانو په ګډون څلور تنه مړه شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو اداره يا ایايسپيار وايي، دغه الوتکه هلته د يوه وژل شوي پاکستاني عسکر د جسد په راوړلو پسې تللې وه.
په پېښه کې د مړو شويو کسانو نومونه محمد حسين، اياز حسين، انضمام عالم او محمد فاروق ښوول شوي دي.
دغې الوتکې د اسکردو پوځي روغتون ته د وژل شوي پاکستاني عسکر عبدالقدير جسد لېږداوه.
0 نظرونه