بلوچستان؛ يوه پوسته سقوط شوې او چاودنې ۹ تنه وژلي او ټپيان کړي دي
وسلهوالو کسانو نن د بلوچستان په بولان سيمه کې د پاکستاني عسکرو پر يوه پوسته بريد کړی، پوسته يې سقوط کړې او ګڼ شمېر عسکر يې پکې وژلي دي.
دغه بريد د بولان د شاهرګ سيمې په جالاوان کې شوی دی.
له سيمې په ورکول شويو مالوماتو کې ويل شوي دي چې پر پوسته د سپکو او درنو وسلو ناتار ډزې روانې وې او وروسته پاکستاني عسکرو خپل مړي او ټپيان له سيمې پر شا کړل او پوسته د وسلهوالو لاس ته پرېوته.
هلته بيا د بلوچستان په پنجګور سيمه کې د فوټبال تر يوه لوبه وروسته په ميدان کې چاودنه شوې چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.
تر اوسه د يوې پېښې مسووليت هم چا نه دی منلی.
0 نظرونه