سیاسي فیوډالېزم
۴ جدی ۱۳۹۹ 206031 0 نظر څارنوال عمر شفیق

سیاسي فیوډالېزم

لیکوال: څارنوال عمر شفیق

د بېوزلو هېوادونو ستونزه دا نه ده، چې طبيعي زېرمې، عايداتي سرچينې، تخنيکي مهارتونه، پرمختللي اداري سيسټمونه او تمدني شاليد نه لري. تر څو وده وکړي؛ بلکې ستونزه يې دا ده، چې فيوډالېزم پرې منګولې ښخې کړې دي او ودې کولو ته يې نه پرېږدي.

دا عيني واقعيت دلته په خپلو سترګو وګورئ چې هره ورځ په سلګونو انسانان د ګېډې تورولو لپاره د مشيندارو خولو ته داريږي او وږي ماشومان او تورسرې په يخه هوا کې د سرکونو په منځ ډنډ اوبو کې کېني او خيرات غواړي.که څه هم دوى ټول د داسې هېواد استوګن دي، چې سينه يې له لعلونو او جواهرو ډکه ده.

پوښتنه دا ده، چې دوى ولې وږي دي او ولې د ټوک ډوډۍ پيدا کولو لپاره جګړې کوي او يا خيراتونه غواړي؟

ددې پوښتنې ځواب لاندې ليکنه کې موندلى شئ!

فيوډالېزم او فيوډاله طبقه:

د فيوډالېزم لفظ د فيو (Feu)، فيوډ (Feud) يا (Feudum) څخه رامنځته شوى دى. دا د ځمکولۍ سيسټم دى، چې د منځنيو پېړيو په قوانينو کې يې يادونه شوي ده. په فرانسوي ژبه کې دا لفظ فيوډالېټي (Feodalite) کارول شوى دى. فيوډالېزم په عامه مانا د ځمکولۍ لپاره کارول کېږي او ساده روايتي مفهوم يې دا دى، چې کرنيزې ځمکې د يوې خاصې طبقې په لاس کې وي. کروندګرو او بزګرو ته يوازې په نيمه ګېډه ډوډۍ ورکوي.

دا چې فيوډالېزم څه وخت، چېرته او د چا لخوا رامنځته شوى دى. دا تاريخي بحث راولاړوي. دلته د فيوډالېزم له روايتي مفهوم ور آخوا پر فيوډالېزم او فيوډاله طبقه بحث کوو.

څه ډول مو چې وويل کرنيزې ځمکې د يوې خاصې ډلې لخوا نيول او د ځمکې ذاتي او مالکانه تصرف خاصې طبقې ته منسوبېدل او بزګرو ته يوازې په نيمه ګېډه ډوډۍ ورکول فيوډالېزم دى. که چېرې د ځمکې نيولو په څېر سياست قبضه شي بايد سياسي فيوډالېزم وبلل شي. که څه هم سياست په علمي لحاظ د قدرت تر لاسه کولو، اعمالولو او ساتلو په مانا تعبيريږي، خو دا تعريف ځکه ناسم دى، چې دلته د ټولنې عام وګړي استثماريږي. ټولنه چې د انسانانو تجمع ده او انسانان د ټولنيز ژوند د ودې او پرمختيا لپاره ګډ کار کوي، چې دا خپله سياست کول دي او لازمه ده، چې د سياست ثمره هم له توپير پرته شريکه اوسي. کله چې سياسي واک د يوې خاصې طبقې لخوا انحصار شي؛ سياست خپل اساسي مفهوم له لاسه ورکوي، په نتيجه کې ترې خصوصي کاروبار جوړيږي او يوازې د څو اشخاصو ګټې تضمينوي. کله چې سياست د خاصې ډلې د شخصي ګټو د خونديتوب وسيله شي او د ټولنې په نورو انسانانو يوازې د سياست ماشين چليږي. واضح خبره ده، چې پر ټولنه سياسي فيوډالېزم حاکم دى. 

د سياسي فيوډالېزم اصطلاح شايد غير معمول واوسي او د نقد وړ وي، خو که چېرې د هر هېواد سياسي واکدارانو عملي چارو ته وکتل شي؛ د دولتي ساختار په داخل کې يې فوق العاده ځواکمن موقف نيولى دى. د نړۍ په ټولو هېوادونو کې سياسي دستګاه چې اجرائيه قوه يې مرکزيت ګڼل کېږي؛ ټول اختيارات انحصار کړي دي. که د امريکا په دولتي چوکاټ کې د اجرايې قوې رول نظر اندازي شي، د نورو اروپايي هېوادونو حکومتونو عملي چلښت ته وکتل شي، عربي هېوادونو ته پام وشي، د روسيې، ايران، ترکيې، پاکستان او د سيمې نورو هېوادونو په دولتونو کې د سياسي دستګاه يا اجرايې قوې کړنې وسنجول شي؛ پوهېدلى شو چې د نظامونو ټول واکونه اجرايي قواو انحصار کړي دي. دلته بل بحث ته ننوځو؛ کله چې د دولتونو د کُلي واکونو ادرس يو رکن واوسي. بيا خو د قواو د تفکيک اصل بې مانا ګڼل کېږي او هېڅ ګټه نه لري. هسې د کاغذ پر مخ تخيلي داستان معلوميږي. په کار ده چې د دولت نورې قواوې او د هغه ټول تشکيلات لغوه شي. ځکه نورې قواوې د اجرايې قوې تر مستقيم کنټرول لاندې راځي. دلته د کنټرول مفهوم ته وضاحت ورکول په کار دي. کنټرول د نفوذ په پرتله ډېر خطرناک دى. ځکه نفوذ په تصميمونو اغېز ښيندي. په داسې حال کې چې کنټرول د تصميمونو د اجراء مخه نيسي.

د بېلګې په توګه د افغانستان پارلمان يا ولسي جرګې د حکومت لخوا معرفي شوي وزيران د رايو په اکثريت رد کړل او وزيران قانوناً نور د کار کولو حق نه لري، خو د سياسي دستګاه د کنټرول له کبله د پارلمان لخوا رد شوي وزيران رسماً خپلې چارې ترسره کوي.

بله بېلګه يې قضائيه قوه ده؛ قضائيه قوه د زياتره هېوادونو د اساسي قوانينو له نظره د هر دولت خپلواک رکن دى. تشکيلات، بودجه او د چارو سنبالښت يې بايد د نورو قواو تر کنټرول لاندې نه وي. خو بيا هم قضايي سيسټم هېڅ داسې تصميم نه شي نيولى، چې حکومت يې ونه غواړي. که ډېر واضح ووايو قضائيه قوې ته د لوړو تصميمونو دستور سياسي دستګاه ورکوي. دلته يوه خبره مهمه ده، چې بايد يادونه يې وشي؛ په جمهوري نظامونو کې جمهور رئيس د درې ګونو قواو په سر کې قرار لري او خپل واکونه په درې واړو قواو کې اعمالولى شي، خو دا په دې مانا نه ده، چې ټولې قواوې د جمهور رئيس تر بشپړ تسلط لاندې اوسي. په اوسني حاکم وضعيت کې له پورتني اصل څخه دومره ناوړه ګټه اخيستل کېږي، چې نورې قواوې يې کاملاً بې صلاحيته او بې حيثيته کړې دي. درېيمه بېلګه يې خپله د اجرايې قوې په داخل کې د سیاسي ځواک او منصبونو وېش دى. نورو هېوادونو کې هم دغسې کېږي، خو افغانستان کې له کچې اوړي. فیوډال سهمدارانو دفاعي، امنيتي او استخباراتي کلیدي ادارات، مالي او عايداتي واحدونه د قومي، سمتي او ګوندي  مصلحتونو په اساس  د سياسي فيوډالېزم د سهميې په منطق خپلو کې وېشلي دي. کله چې په عامه اداره کې د پراخ فساد، بیروکراسۍ، ښاري بې نظمۍ او نورو امنیتي ګواښونو بې شمېره موارد مشاهده کوو؛ عاملین يې همدغه فیوډال سهمداران دي. خو دوی یو کمال کوي، چې عامو خلکو ته يې افواهات رسنیز کړي دي. څوک نه پوهېږي، چې حاکم وضعیت چا روان ساتلی دی او څوک ترې ګټه اخلي؟

راځو دې ته چې ولې داسې وضعيت ته سياسي فيوډالېزم وويل شي؟

په دې دليل دا وضعيت سياسي فيوډالېزم ګنلى شو، چې د هېواد په ټوله جغرافيه، طبيعي زېرمو، عايداتي سرچينو، سوداګرۍ، صنعت، د کروندګرو او بزګرو پر توليد او بالاخره په ملي اقتصاد يوې خاصې طبقې منګولې ښخې کړې دي. (زموږ والو خو بهرنۍ مرستې او کمکونه هم کرچ کړل) که څه هم د ملي اقتصاد په جوړولو کې د دولت په نسبت عام وګړي يا ملت ډېر رول لري او د ملي اقتصاد بنسټ تشکيلوي. پر دې بنسټ ويلى شو، چې سياسي دستګاه پر ټولو ملي اقتصادي سرچينو مالکانه تصرف لري، ګټه او ثمره يې د دوى لخوا خوړل کېږي او عام وګړي يا ملت د فيوډالېزم يا د ځمکولۍ په څېر يوازې خواري باسي.

فيوډاله طبقه څوک ده؟

د نورې نړۍ د سياسي واکدارانو د کړنو په اړه بحث کول موضوع اوږدوي. د څو هېوادونو سياست چلوونکو کړنې بسنه کوي، چې يادونه يې وشي. د ايران پر دولتي چوکاټ اخوندانو قبضه کړي ده. ټول سياسي واک اخوندان چلوي. هېڅ ډول مدني او حقوقي نورمونه، قواعد او مقررات مدنظر نه نيسي. د ايران طبيعي زېرمې، سوداګري، صنعت، فابريکې، لوى او واړه کاروبارونه د اجرائيه قوې يوه کوچنۍ برخه (سپاه پاسداران) کنټرولوي. څوک حق نه لري، چې پوښتنه وکړي.که يو نيم پيدا شي؛ هماغه ورځ يې رسۍ تر غاړې تاووي او په دار يې ځړوي.

پاکستان زموږ ګاونډي هېواد دى، زموږ د سترګو پر وړاندې پيدا شوى دى او ټول تاريخ يې راته ټکي په ټکي معلوم دى. له جوړېدو راهيسې پرې نظامي قوت مسلط دى او دا نظامي قوت د سياست له مداره بهر نه دى. د بلوچستان، پښتونخوا او سند ايالتونو ټولې طبيعي سرچينې د پوځ ملکيت دى، چې يوازې يې د پنجاب تر ستوني رسوي. پاکستان کې اوسني اجتماعي کشمکشونه د سرچينو د غير عادلانه ويش زيږنده دي. پاکستاني پوځ د دغو سرچينو د تلپاتې تسخير لپاره ګڼ شمېر بلوڅان او پښتانه ووژل او دا لړۍ ادامه لري.

د افغانستان وضعیت بيا د ايران او پاکستان په پرتله څو کرته بد دی. يوه عمده ستونزه يې دا ده، چې سياسي ثبات نه لري. يانې سياسي واک د فيوډالانو تر منځ وېشل شوى دى او له طبيعي سرچينو څخه د نظام د تقويې او بقا په خاطر ګټه نه اخيستل کېږي. تر څو نسبي امنيت او ټولنيزې اسانتياوې رامنځته شي. ايراني او پاکستاني سياسي فيوډالان يو ښه والى لري، چې د هېواد له سرچينو څخه د نظام په پايښت او ساتنه کې يو څه استفاده کوي او ټولنيز ژوند يې نسبتاً ارام ساتلى دى. افغانستان کې د سياست د نه مرکزيت او د فيوډالې طبقې د ډېرې جاه طلبۍ له کبله په ټولو سرچينو چور ګډ دى. پخوانيو نظامونو ټولنيز خونديتوب ته تر يوې کچې پاملرنه کوله، خو د مجاهدينو حکومتونو له پيل راهيسې؛ بيا تر امارت او څلورم جمهوريت پورې ټولې سرچينې د فيوډالانو په لاس داسې چور شوې، چې د سيمې په کچه يې سارى نه ليدل کېږي.

د هر چا نوم او کارنامې يادول له یوې خوا نامعقول کار دى او بلخوا اړينه هم نه ده، چې ياد شي. ځکه هر څه ښکاره دي او د څلورو لسيزو په جريان کې يې بهر او په کور د ننه دومره شتمنۍ ټولې کړي دي، چې د نړۍ ډېر قوي پانګوال ورته ګوته په غاښ دي.

افغانستان کې فيوډاله طبقه هغه واکداران دي، چې د هېواد طبيعي زېرمو، معدنونو، ځمکو، ځنګلونو، سوداګرۍ او نورو عايداتي سرچينو ښيرازه د سياسي واک څخه په استفادې زبېښي او د ملت اولادونه يو ټوک ډوډۍ د جګړې يا د خيرات له لارې پيدا کوي.

نتيجتاً زموږ ستونزه د سرچينو، سيسټمونو او تمدني شاليد نشتوالى نه دى؛ بلکې زموږ ستونزه دا ده، چې پر طبيعي زېرمو او عايداتي سرچينو سياسي واکدارانو (فيوډالانو) منګولې ښخې کړي دي، د هېواد پر ټوله جغرافيه سياسي فيوډالېزم حاکم دى، سياسي واک د فيوډالې طبقې تر منځ وېشل شوى دى، نه پرېږدي چې افغان انسان خودکفاء او د ډوډۍ پيدا کولو لپاره له ځانوژنې او خيرات غوښتنې خلاص شي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې