د حاجي لالا کيسه؛  افغان پوليس د طالبانو يو قوماندان په دهقان بدلوي
۳ جدی ۱۳۹۹ 184400 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د حاجي لالا کيسه؛ افغان پوليس د طالبانو يو قوماندان په دهقان بدلوي

 

 حاجي لالا لس کاله پرله‌پسې د طالبانو خونړی قوماندان و او د ده په خپله خبره، يوه رګ يې هم نه منله چې يو وخت دې کور ته وګرځي او بزګر دې شي، خو افغان پوليسو دغه کار وکړ او اوس د خلکو له وژلو پرته، د سړي کار جوړ دی.

 

د جنګ په وخت کې افغان ځواکونه او بهرني سرتېري د حاجي لالا په نيولو پسې ګرد ګرځېدل، خو په لاس يې نه ورته، اما د کندهار د پنجوايي ولسوالي مخکېني امنيه قوماندان سلطان محمد حکيمي دی بېرته اهلي کړ.

 

حاجي لالا د طالبانو له خونړيو قوماندانانو يو و، خو په وروستيو کې د پاکستان څارګره اداره ورسره په کومه خبره اوړي، دوه نيم کاله يې زندان ته اچوي، په همدې وخت کې چې حاجي لالا راخلاصېږي، افغان لوری اوسپنه ګرمه ويني او د پنجوايي د پوليسو قوماندان له موقع څخه په استفاده، پر توده اوسپنه وار کوي.

 

له جنګه د طالب قوماندانانو د را ايستلو لپاره، دا هماغه ګټوره لاره ده چې د کندهار مخکېني امنيه قوماندان او د طالبانو او پاکستان سرسخت مخالف جنرال محمد رازق جوړه کړې وه.

 

د پنجوايي مخکېنی امنيه قوماندان سلطان محمد حکيمي وايي، هغه وخت چې د طالبانو دغه اته پنځوس کلن قوماندان د پاکستان له زندانه را خلاصېده، دی پوهېده چې دې سړي پاکستان او استخبارات يې پېژندلي، د جنګ زور او پايله يې تجربه کړل او اوس له جګړې بېزاره دی، خو کور ته د تګ لاره نه لري، هماغه و چې لاس يې ورکړ.

 

مخکېنی طالب قوماندان او اوسنی بزګر حاجي لالا وايي، زړه ته يې نه لوېده چې د پوليسو قوماندان دې له ده سره ځواني وکړي، خو چې هغه ورته وويل، د "رازق عسکر" دی، پښتون او خبره يې خبره ده، ځان ورسپارلو ته يې زړه ونيو.

 

دی وايي، بيا هم زړه نازړه وم او بيا بيا ډارېدم چې هسې نه يا مې خپله ونيسي، يا مې بهرنيانو ته وسپاري، خو قوماندان پر خپله خبره ولاړ سړی و.

"ملامت نه وم، پنځلس واره مې پر کور امريکايانو چاپه وهلې وه، ډارېدم، خو کور ته جوړ روغ و رسېدم، تر لسو ورځو خلک زما ليدو ته راتلل، لکه له حجه چې راغلی يم."

 

د پنجوايي مخکېنی امنيه قوماندان سلطان محمد حکيمي وايي، جنرال رازق موږ ته ويلي ول چې پر دښمن به ټولې لارې نه تړئ او دې ته به يې نه مجبوره کوئ چې هغه بيا ستاسې له ډاره وسله نه ږدي، ځکه نو موږ ټولو هغو طالب قوماندانانو ته کور ته د ستنېدو لاره ورکوله چې له جنګه به يې لاس اخيست، بيا به چا کار نه ورباندې لاره.

 

 

دی وايي، د هغوی د باغونو په جوړولو او د ځمکو په ابادولو کې مو هم مرسته ورسره کوله او که به يې د ځمکو لپاره ژور کوهي کېندل، هم به مو لاس ورته نيو.

 

حکيمي اوس تر تقاعد وروسته هم دغه لاره پر مخ وړي او همکاري ورسره د جنرال رازق ورور تادين خان کوي.

 

تادين خان وايي، که موږ د ژوند حق لرو، نو طالب يې هم لري، را دې شي، خپلې ځمکې دې ابادې کړي، ژوند دې وکړي، موږ يې امنيت ساتو، خو پر چا به کار نه لري.

 

له جنګه د طالب قوماندانو راګرځول او په دې توګه د طالبانو کمزوري کول د جنرال رازق او حکيمي يوه ځانګړې حل لاره وه چې له امله يې تر وروستيو پورې پنجوايي چې يو وخت د طالبانو مرکز بلل کېده، د کندهار تر ټولو ارامه ولسوالي وه، اما په دې وروستيو کې پرله‌پسې د طالبانو د ډله‌ييزو بريدونو شاهده ده.

 

حاجي لالا يوازېنی قوماندان نه و چې له دغې لارې کور ته رسېدلی، بلکې ډېری دغسې نور طالب قوماندانان هم ول چې اوس بې توپکه ګرځي.

د طالبانو اته څلوېښت کلن قوماندان ملا رووف اخوند هم يو له دغسې قوماندانانو دی او په دې سربېره، د طالبانو درې پنځوس کلن قوماندان حاجي احمد الله اوس د کندهار په تر ټولو ښه او ګرانبيه سيمه کې ژوند تېروي.

جالبه دا ده چې د پوليسو د قوماندان حکيمي او د طالبانو د قوماندان حاجي احمد الله کوچني زامن، تمامه ورځ ګډه په لوبو تېروي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې