په کراچۍ کې چاودنې تر۳۰ زيات کسان مړه او ټپيان کړل
د پاکستان د کراچۍ په نيوکراچي سيمه کې په يوه فابريکه کې چاودنه شوې چې له امله يې تر اوسه پورې اته تنه مړه او درويشت نور ژوبل دي.
چاودنه په نيوکراچي کې، سبا سېنما ته څېرمه په يوه فابريکه کې شوې ده.
پوليس وايي، چاودنه د يوه بوايلر د چاودېدو له امله شوې او زيات کسان د فابريکې د بام د راپرېوتو له امله ژوبل شوي دي.
دوی وايي، بوايلر د امونيا ګاز د زياتېدو او خپرېدو له امله چاودلی دی.
د کراچۍ د عباسي روغتون رييسه ډاکټره سلما کوثر وايي، په ژوبلو شويو کې د ځينو حالت ډېر خراب دی او ښايي د مړو شمېر زيات شي.
0 نظرونه