د بلوڅو ملي خوځښت؛ پاکستان په افغانستان کې بلوڅ کډوال وژني
د بلوڅو ملي خوځښت يا بلوچ نېشنل مومنټ ډله وايي، د پاکستان استخباراتي شبکه په افغانستان کې مېشت بلوڅ کډوال په نښه کوي او د پاکستان دغه کار څرګنده ترهګري بولي.
دغې ډلې سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې تېره ورځ په کندهار کې د ایايسای بړېڅو د ګلبهار بلوڅ په نامه يو بلوڅ مخور او د هغه ځوان زوی وژلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ سره له دې چې افغانستان له تېر څلوېښتو کالو راهيسې د پاکستان د ناړامو قرباني دي، خو بيا هم ځواني کوي او د پاکستان له ظلمه مهاجرو بلوڅو ته يې ځای ورکړی دی.
د بلوڅو ملي خوځښت وايي، د پاکستان د پوځ او استخباراتو زړونه په بلوچستان کې پر بلوڅو نه دې ساړه، ځکه نو خپل بړېڅي افغانستان ته لېږي او بلوڅ کډوال ورباندې وژني.
دغې ډلې پر يواينايچسيار او د کډوالو لپاره پر نورو نړيوالو ادارو غږ کړی دی چې له بلوڅو سره دې، د پاکستان له ظلمه په خلاصون کې مرسته وکړي.
1 نظرونه
farmanullah
سه شنبه، ۲ جدی ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply