محمود خان اڅکزی وايي، د علي وزير ژوند په خطر کې دی
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی وايي، د پاکستاني پوليسو او استخباراتو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د نيول شوي سرلاري علي وزير ژوند په خطر کې دی.
اڅکزی وايي، دا خبرې يوازې د اوازو او اټکلونو په اساس نه کوي او نه يې هم موخه ورڅخه د ذهنونو مغشوشول دي، بلکې باوري سرچينو ورته دغه خبره کړې ده.
ده د سيند ايالت لوړپوړيو چارواکيو ته ګواښ کړی دی چې که پر علي څه وشي، پايلې به يې د درست پاکستان لپاره خطرناکې وي.
محمود خان اڅکزي ويلي، د علي وزير کورنۍ تر دې وړاندې هم ډېر غمونه ګاللي او نور نو نه د هغه کورنۍ او نه هم پښتنو ته حوصله ورپاتې ده.
داسې اوازې دي چې د پاکستان استخبارات کوښښ کوي په کومه پلمه علي وزير په زندان کې له منځه يوسي.
0 نظرونه