پاکستاني پوليسو علي وزير کراچۍ ته وړی
پاکستاني چارواکي وايي، د دغه هېواد پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوی سرلاری علي وزير له پېښور څخه کراچۍ او له هغه ځايه کوم نامالوم ځای ته پسې وړی دی.
دوی وايي، علي وزير د کراچۍ د سهراب ګوټ د پوليسو په فرمايش په پېښور کې نيول شوی او اوس هغوی ته سپارل شوی دی.
پوليسو په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سيمهييز مشر نور الله ترين او د دغه غورځنګ هغه غړي هم نيولي دي چې د علي وزير د نيول کېدو پر ضد یې لاريون کاوه.
0 نظرونه