په کوټه کې پر پاکستاني پوځيانو خونړۍ چاودنه شوې
پاکستانۍ رسنۍ وايي، په کوټه ښار کې د پاکستاني پوځيانو پر موټرو خونړۍ چادونه شوې چې له امله يې يو شمېر پوځيان مړه او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.
دغه چاودنه د کوټې ښار د بروري په مسلم ټاون سيمه کې شوې ده.
د بلوڅ وسلهوالو د يوې ملتپالې ډلې بلوچ ليبرېشن ارمي وياند جييند بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په خبرو کې وويل چې دغه چادونه د دوی ملګرو کړې ده.
بلوڅ وايي، په چاودنه کې تر لسو زيات پوځيان وژل شوي او پنځلس نور ژوبل دي.
تر اوسه پاکستاني حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.
جييند بلوڅ وايي، تر څو چې بلوچستان له پاکستانه ازاد شوی نه وي، پر پاکستانيانو به د دوی دغسې حملې روانې وي.
1 نظرونه
فرمان الله مخلص
شنبه، ۲۹ قوس ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply