د پښتونژغورنې غورځنګ سرلاری علي وزير په پېښور کې نيول شوی
د پښتونژغورنې غورځنګ غړي وايي، د دغه غورځنګ سرلاری علي وزير په پېښور کې د پاکستان د استخباراتي شبکې او پوليسو له خوا نيول شوی دی.
هغه په پېښور کې پر يوه ښوونځي په بريد کې د وژل شويو ماشومانو د تلين په نمانځلو کې برخه اخيستو ته تللی و.
د پېښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ وايي، د علي وزير نيول کېدل په کلکو ټکيو غندي او د ژر خلاصېدو غوښتنه يې کوي.
داوړ وايي، علي وزير نيول کېږي، خو طالبانو ته بيا په پاکستان سرې غالۍ هوارې دي چې قدم پرې ووهي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين هم د علي وزير نيول غندلي او ويلي يې دي چې ژر به يې ځواب ووايي.
0 نظرونه