کرونا پر پاکستانيانو ريکارډ جوړ کړی، نن يې ۱۰۵ وژلي
په داسې حال کې چې ملا بردار او د هغه ډله هم پاکستان ته تللي، هلته کرونا وايرس د مرګونو نوی ريکارډ جوړ کړی او له پرون راهيسې يې يو سل او پنځه تنه پاکستانيان وژلي دي.
د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې په دې سربېره، له پرون راهيسې دوه زره، اووه سوه او يو دېرش تنه نور په دغه وايرس اخته شوي او په دې توګه هلته په کرونا د اخته کسانو شمېر تر څلور سوه زره تنو واوښت.
په دغه هېواد کې تر اوسه د کرونا له امله د مړو شويو شمېر نهه زره او لسو تنو ته رسېدلی.
0 نظرونه