اردوغان اسراييلو ته خپل نوی سفير وټاکه
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د اسراييلو لپاره يو ترکی ځوان د سفير په توګه ټاکلی چې ژر به د دغه هېواد له لورې اسراييلو ته ولېږل شي.
ويل کېږي، رجب طيب اردوغان غواړي په دې توګه نه يوازې له اسراييلو، بلکې د امريکا له نوي راتلونکي ولسمشر سره هم د ترکيې او خپلې اړيکې ورغوي.
ترکي رسنۍ وايي، له تېرو دوو کالو راهيسې د اسراييلو او ترکيې ترمنځ سفارتي اړيکې ختمې وې، خو اوس تازه د اوفوک اولتاش په نامه يو کس د اسراييلو لپاره د سفير په توګه ټاکل شوی دی.
ترکيې له اسراييلو سره په دوه زره اتلسم کال کې خپلې سفارتي اړيکې ختمې اعلان کړې وې چې ويل کېدل، هماغه وخت يې هم د سفارتي اړيکو ختمول خپلې ګټې او د مسلمانانو احساسات را پارول ول.
0 نظرونه