پاکستاني پوځيانو د ښځو په ګډون ۹ بلوڅان تښتولي
په بلوچستان کې د بشري حقونو فعالان وايي، هلته د بلوڅو پر ضد، له بشري حقونو څخه د پاکستان د پوځ سرغړونې نورې هم زياتې شوې او په وروستيو څو ورځو کې دغه پوځ د ښځو په ګډون نهه ماشومان او ځوانان ژوندي تښتولي دي.
په بلوچستان کې د بشري حقونو فعاله حوران بلوڅ وايي، پاکستاني پوځيانو به تر دې وړاندې يوازې بلوڅ ځوانان تښتول چې کالونه کالونه به يې شکنجه کول او بيا به يې د هغوی له پېژندلو وتلي جسدونه يوه بله خوا غورځول، خو اوس ښځې او ماشومان هم تښتوي.
حوران بلوڅ په کوټه کې رسنيو ته په خبرو کې وويل، پاکستاني پوځ په دې سربېره، په بلوچستان کې د زياتو خلکو کورو ته اور اچولی او هغوی يې له خپلو مېنو شړلي دي.
د دې په خبره، په دې ورستيو کې پاکستاني پوځ د پنجګور له ګچک سيمې څخه د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون نهه تنه تښولي چې تر اوسه يې مړی ژوندی نه دی مالوم.
د دې په خبره، دا باور لري چې څو ورځې وروسته به د همدې تښتول شويو ښځو او ماشومانو له پېژندلو وتلي جسدونه هم يوه بله خوا غورځول کېږي.
1 نظرونه
Farman mukhlis
دوشنبه، ۲۴ قوس ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply