د پاکستان په راولپېنډۍ کې چاودنې ۲۵ کسه ټپيان کړي
د پاکستان په راولپېنډۍ ښار کې د پوليسو يوه مرکز ته څېرمه چاودنه شوې ده چې له امله يې تر اوسه پورې پنځه ويشت تنه ژوبل شوي دي.
په ټپيانو کې د ځينو روغتيايي حالت ډېر نازک ښوول شوی دی.
د پېنډۍ پوليس وايي، لومړی د ګنج منډهيي د پوليسو مرکز ته څېرمه د لاسي بم بريد شوی دی او وروسته چې پوليس د پېښې ځای ته ورځي، دويمه چاودنه کېږي.
دوی وايي، په دواړو چاودنو کې پنځه ويشت تنه ژوبل شوي چې د پېنډۍ ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دغه روغتون مسوولين وايي، په ټپيانو کې د ځينو حالت ډېر نازک دی او دوی اندېښنه لري چې ښايي د پېښې د قربانيانو شمېر به نور هم زيات شي.
تر اوسه د چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.
څو ورځې وړاندې هم په پېنډۍ کې ورته چاودنه شوې چې له امله يې يو شمېر کسان مړه او ژوبل شوي وو.
0 نظرونه