وسلهوالو په بلوچستان کې د رېل پټلۍ الوځولې ده
پاکستانۍ رسنۍ وايي، وسلهوالو کسانو په بلوچستان کې د رېل پټلۍ ته بمونه ايښي او پر بل مخ يې اړولې ده.
دغه پېښه نن د بلوچستان د مستونګ په شنګر سيمه کې شوې ده.
له سيمې په ورکول شويو مالوماتو کې ويل شوي دي چې په چاودنه کې د رېل پټلۍ ته ډېر زيان اوښتی او تر هغه چې جوړه نه شي، پر دغه لاره به د رېل ګاډي تګ ځنډول شوی وي.
تر اوسه د چاودنې مسووليت چا نه دی منلی، خو په بلوچستان کې دغسې چاودنې د بلوڅو ملتپالې ډلې کوي.
تېره شپه هم د بلوچ ليبرېشن فرنټ په نامه يوې وسله والې ډلې د بلوچستان په کيچ سيمه د پاکستاني پوځ د سړک جوړوونکې پر يوه کمپنۍ بريدونه کړي ول.
0 نظرونه